بيجنګ 25جون(اے پی پی)د چين صدر شي جن پنګ د فجي وزيراعظم فريټك بنياماراما سره په تېليفون خبرې كړي ۔د چين راډيو له مخې شي جن پنګ وئيلي دي فجي د بحرالكاهل به جزائر هېوادونو كښې هغه وړومبے هېواد دے چا چې چين سره سفارتي اړيكې جوړې كړي۔د دې نه پس د دواړو هېودونو اړيكو لويې پرمختګ كړے ۔د دې سبب دا ده چې دواړه هېوادونه د يوبل د بنيادي مفادات ملاتړ كوي۔چين او فجي د خپلو خپلو هېوادونو صورتحال له مخې په اختيار كړې پرمختيائي لاره د يو بل ملاتړ كوي او چين فجي سره په ګډه د دواړو هېوادونو اړيكې لا زياتولو ته چمتو دے۔ده ووئيل د كووېډ 19 وبا خپرېدو نه پس دواړو هېوادونو د وبا مخ نيوي له بشپړه مرسته كړې۔د دواړو هېوادونو ملګرتيا لا ژورتيا پلو روانه ده۔په دې مهال فرينك بنياماراما ووئيل د چين صدر په مشرتابه كښې چين ښه پرمختګ كړے۔چين په نړۍ كښې د مهم لارښود كردار تر سره كوي او په فجي كښې د وبا مخ نيوي په مهال د چين د ملاتړ مننه كوو