نيروبي 24 جون(اے پی پی)د كېنيا پايه تخت نيروبي سره نزدې سيمه كښې يوه تربيتي چورلكه رانسكوره شوې چې په نتيجه كښې يې د امنيتي ځواكونو 17 اهلكار مړه شوي۔ د امريكې ابلاغ ذريعو له مخې د نيروبي پوليس وياند مېډيا ته ووئيل د كجيا دوكاؤنټي سيمه كښې د زيارت په ورځ سهار چورلكه تباه شوې چې په نتيجه كښې د امنيتي ځواكونو 17 كسان مړه او 6 سخت ژوبل شوي۔د كېينيا امنيتي ځواكونو د تفصيلات وركولو نه غېر د پېښې تصديق كړے ۔هغه ووئيل په چورلكه كښې 23 كسان ناست وو۔د رېسكيو ډلې مړي او ژوبل كسان نزدې روغتون ته رسولي دي