د مئي مياشتې نه پس د افغانستان 370 اولسوالو كښې 50 د طالبانو لاس ته ورغلي۔ د يو اېن اے اېم اے په مشرۍ كښې د سلامتي كونسل رپورټ

ملګري ملتونه ۔23جون (اے پی پی) د مئي مياشتې نه پس د افغانستان په 370 اولسوالو كښې 50 د طالبانو لاس ته ورغلي دي۔ دا خبره افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د مرستې مشن ( یو اېن اے اېم اے ) مشر ډیبورا لیونز سلامتي كونسل ته وركړي د افغانستان په اړه خپل تازه رپورټ كښې كړې ۔ هغه ووئيل ځينې اولسوالۍ طالبانو د كوم مزاحمت نه بغېر قبضه كړي۔ هغه ووئيل په داسې حالاتو كښې سیاست، سلامتيا، امن عمل اومعیشت ستونزو سره مخ كېدے شي۔ هغه خبردارے وركړو چې د دې اثرات په نړيواله كچه مرتب كېږي او سلامتي كونسل بايد د دې صورتحال بشپړ ادراك ولري۔ هغه افغانستان څخه د غېر ملكي عسكرو ستنېدل يوه زلزله ګرځولې كومې چې د افغانستان صورتحال بدل كړے او امن عمل ئې سستۍ سره مخ كړے۔ دا مهال افغان حكومت كښې هم كوم سياسي يو والې نه تر نزره كېږي ۔ هغه اندېښنه ښكاره كړه چې افغانستان كښې د تشدد لړۍ تر اوږدې مودې پاتې كېدې شي او دا د تېرو 20 كالو خواري په اوبو هم وړلې شي۔ هغه خبردارے وركړو چې د كوم پوځي طاقت د لارې افغانستان كښې جوړ كړے حكومت به نه يوازې د افغان اولس بلكې د منطقې د نورو هېوادونو د خوښې په ضد وي۔ دې سره سره افغان اولس سوكړې ٬ د خوراك كمي او د بې كوره كېدو مسئلو سره هم مخ دے۔ هغه ووئيل د نړيوال بېنك يوې تجريې له مخې د كورونا وائرس وبا او د پورته ذكر شوو عواملو په نتيجه كښې افغانستان كښې د بې وزلۍ كرښې نه ښكته ژوند كوؤنكو تناسب 50 فيصد نه 70 فيصد ته رسېدے شي