اسټرېليا د کرونا وائرس نوي قسم ډېلټا مخ نيوي لپاره د سډني په وګړو د سفر بنديز ولګولو

کېنبرا23جون (اے پي پي) د اسټرېليا چارواكو د کرونا وائرس نوي قسم ډېلټا خپرېدو لاره نيولو لپاره د سډني په وګړو نورو سيمو ته په تګ بنديز لګولے ۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې دا بنديزونه په تېره اوونۍ كښې د اسټرېليا په بونډائي بيچ كښې په 30 كسانو كښې د كرونا وائرس د تشخيص نه پس لګولے شوے ٬ د نيو ساٶتھ وېلزرياست پريميئر ګليډيز بيري جيکليان د نووبنديزونو اعلان كولو سره ووئيل دا بندېزونه به د نوې اوونۍ نه نافذ كېږي۔ ده ووئيل د بنديز له مخې سډني څخه د غېر ضروري سفر او په سماجي اجتماعات بنديز لګولے شوے۔