د ايران د اتومي توان ايجنسۍ سره په نزدې ودانۍ كېدونكے بريد شنډ كړے شو ۔ سركاري ميډيا

تهران ۔23جون(اے پی پی)د ايران د اتومي توان ايجنسۍ سره په نزدې ودانۍ ترسره كېدونكے بريد شنډ كړے شوے ۔ د فرانس خبر رسنې ادارې د ځائي سركاري ټي وي تر مخه وئيلي دي د شورؤ په ورځ د ايران اتومي توان ايجنسۍ سره په نزدې ودانۍ بريد شنډ كړے شو۔ بلخوا تر دې دمه د بريد په نتيجه كښې د كوم ځاني يا مالي زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې