منيلا 23 جون (اے پي پي) د فلپائن صدر روډريګو ډوټيرټے خبردارے وركړے چې د کرونا واکسين نه لګوونكې زنداني كېدې شي٬ د كرونا وائرس د نوو قسمونو مخنيوي لپاره سخت اقدامات معرفي شوي۔ صدر ووئيل دا بيړنې صورتحال دے او كه څوك د واكسين لګولو نه انكار كوي نو ھغه به نيولې شي۔ د فلپائن صدر د كليوالو سيمو مشرانو ته د واكسين نه لګوونكو فهرستونه د وړاندې كولو امر كړے۔