د امريکې صدر ملاقات سره د سفارتي اړيكو نوے دور پېل شوے۔ رجب طيب اردوان

انقرہ 22 جون (اے پي پي) د ترکيه صدر رجب طيب اردوان وئيلي دي چې د امريکې صدر جو بائيډن سره د ملاقات له امله د شريكو سفارتي اړيكو نوے دور پېل شوې دے۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د بېلو سياسي او سيمه ايزو چارو په اړه د اختلاف باوجود شريكو اړيكو كښې د بهترۍ هيله لرو٬ دواړو مشرانو تېره اوونۍ كښې په برسلز كښې د ناټو مشرانو كنفرنس په مهال ملاقات كړې ٶ، خو مبصرين وائي چې د رجب طيب اردوان د مثبت تبصرو باوجود د دواړو هېوادونو ترمېنجه بېلو سياسي او سيمه ايزې چارو كښې اختلافات اوس هم موجود دي