هند٬ په كېراله ايالت كښې ټرافيكي پېښه كښې پنځه كسان مړه شول

ممبئي 21جون (اے پي پي) د هند په كېراله ايالت كښې ټرافيكي پېښه كښې د يوې كورنۍ پنځه كسان مړه شوي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې ځائي پوليس ووئيل د ګل په ورځ د هند په سوئيلي كېراله ايالت كښې يو موټر كار د بل اړخ نه راروان د سيمټو ګاډي سره ټكر شوے چې په نتيجه كښې ئې د يوې كورنۍ پنځه كسان مړه شوي۔ د ځائي ميډيا له مخې د پېښې په وخت باران ورېدو٬ پوليس مقدمه درج كولو سره پلټنې پېل كړي۔