افغاناولس مشراشرف غني خپل امريكائي هم منصب سرهراروانه جمعه ملاقات كوي

کابل۔21جون(اے پی پی) د افغانستان اولس مشراشرف غنی به خپل امريكائي هم منصب جوبائيډن سره په راروانه جمعه سپينه مانړۍ كښې ملاقات كوي۔ دا به د اشرف غني او جوبائيډن ترمينځه اولنے ملاقات وي۔ د المان خپرونې ادارې له مخې د امريكې صدر به افغانستان سره د سفارتي ٬ معاشي او هر ډول بشري مرستې كولو د خپل لوظ پخلے كوي دغسې چې دا هېواد يو وارې بيا د شدت خوښو مركز جوړېدو نه وساتلے شي۔ په دې دوره كښې به د مفاهمتي كونسل لارښود عبد الله عبدالله هم اشرف غني سره وي۔ د برطانيي خبر رسنې ادارې له مخې ځيني سينئر افغان چارواكي امريكې څخه د امنيت ضمانت غواړي۔ بلخوا طالبانو وئيلي دي دا دوره هېڅ اهميت نه لري