د آرمينيا پخواني صدر رابرټ کوچريان د پارلمان د انتخابي نتيجو نه تسليمولو اشاره وركړه

يريوان 21 جون (اے پي پي) د آرمينيا پخواني صدر رابرټ کوچريان د وخت نه وړآندې د پارلمان د انتخابي نتيجو نه تسليمولو اشاره وركړې كومو كښې چې وزيراعظم نکول پاشنيان كامياب شوے۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې هغه وئيلي دي په پولنګ سټېشنز په منظم ډول او د پلان تر مخه جعل سازي شوې د كومې چې په سلګونو ثبوتونه شته۔ ده ووئيل تر څو چې د خلاف ورزو جاج نه وي اخستلے شوے زه به د انتخابات نتيجې نه تسليمووم۔