د اروپائي ائتلاف غړي هېوادونه د امريکا پشمول اته هېوادونو لپاره سفري بنديزونه ختمولو ته سلا شوي

برسلز 16 جون (اے پي پي) د اروپائي ائتلاف غړي هېوادونه د امريکې پشمول اته هېوادونو لپاره د كرونا وائرس په سبب لګولې شوې سفري بنديزونه ختمولو ته سلا شوي دي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د اروپا چارواكو وئيلي دي چې د سفري بندېزونو څخه استثنيٰ ترلاسه كوٶنكو منطقو ته به په وائټ لسټ كښې هم پراختيا وركولې شي په دې فهرست كښې به البانيه ، شمالي مقدونيه ، سربيا ، لبنان ، امريکا ، تائيوان ، مکاؤ او هانګ کانګ شامل وي۔ د اروپائي ائتلاف غړي هېوادونه اوس هم يادو شويو سيمو څخه د راتلونكې مسافرو د كورونا ټېسټ يا د قرنطينه كولو په اړه احكامات جاري كولې شي، خو د نوي فهرست منظورېدو نه پس دوي ته د سفر بنديز څخه به استثنيٰ وركولې شي