ميانمار كښې د امريكې بندي خبريال ناتھن مونګ خوشې كړې شو

ينګون 15 جون (اے پي پي) ميانمار كښې د امريكې بندي خبريال ناتھن مونګ خوشې كړے شوے۔ د امريكې خبر رسنې ادارې له مخې د امريكې وګړې د ناتھن مونګ وكيل ټن زارو وئيلي دي چې خبريال د ميانمار پوځ د بغاوت نه پس په نهم مارچ نيول شوے و٬ په ھغه لګولې شوې ټول تورونه د نه ثابتېدو له امله د نهې په ورځ خوشې كړے شوے او امريكې ته لېږلې شوې دې۔ د يادونې وړ ده چې ناتهن مونګ سږ كال د مارچ په مياشت كښې نيول شوے ٶ۔