ملګري ملتونه 15جون (اے پي پي) ملګرو ملتونو خبردارے وركړے چې د افغانستان څخه د غېر ملكي ځواكونو وتلو نه پس د تشدد نوې لړۍ په سبب نور خلك هم بې كوره كېدې شي۔ د المان خپرونې ادارې له مخې د كډوالو ادارې مشر فلپو ګرانډي وئېلي دي چې په دې لړ كښې خاص منظوبه تياره كړې شوې ده چې دغسې حالات د قابو څخه بهر نه شي۔ په افغانستان كښې د بې كوره شويو كسانو شمېره 4.8 ملين ده او دوه نيم ملين خلك د هېواد په پرېښودو مجبوره دي۔د پروګرام له مخې به د ستمبر تر 11مه نېټھ د افغانستان څخه ټول غېر ملكي ځواكونه وځي