نوې ډېلۍ 15جون (اے پي پي) په هند كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس له امله 60 زره 471 نوې رنځورانو نه پس د ځپليو كسانو شمېره 2 كروړه 95 لكه 70 زره 881 شوې او د كووېډ 19 نه تراوسه 3 لكه 77 زره 31 كسان مړه شوي۔ هند د كورونا وائرس رنځورانو په اعتبار سره د نړۍ دوهم تر ټولو زيات ځپل شوے هېواد دے۔ د چين خبري اژانس ادارې له مخې د هند د روغتيا وزارت وئېلي دي چې په هېواد كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس په فعاله كيسونو كښې 59 زره 780 كمي باوجود اوس هم 9 لكه 13 زره 738 فعاله كيسونه دي۔ د تېرو 24 ساعتونو په مهال په هند كښې د كورونا وائرس له امله 2726 مرګونه رپورټ شوي او د مجموعي مرګونو شمېره 3 لكه 77 زره 31 ته رسېدلې