صوماليه٬ د پوځ د تربيې په كېمپ ځانمرګي بريد٬ 15 عسكر ووژل شول

موغاديشو 15 جون (اے پي پي) د صوماليه په پايه تخت موغاديشو كښې د پوځ د تربيې په كېمپ د ځانمرګي بريد په نتيجه كښې 15 عسكر وژل شوي دي. په مرګ ژوبله كښې د اضافې اندېښنه ده۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې پوځي چارواكي محمد عدن ووئيل ځانمرګي بريد كوٶنكي د نهې په ورځ په ياد شوي كېمپ ھغه وخت ځان الوزولې كله چې د جنرال ډھيګوبډن د ملټري كېمپ دورې په مهال عسكر په قطار كښې ولاړ ٶ٬ د چاٶدنې په نتيجه كښې نوې بهرتي كړې شوې كېډټ وژل شوي دي او په مرګ ژوبله كښې د اضافې اندېښنه ده