د روس په روغتون كښې د اور لګېدو له امله 3 كسه مړه او 7 ژوبل شول

ماسكو 09 جون (اے پي پي)د روس په لوېديز ريازان ښار كښې په يو روغتون كښې د اور لګېدو له امله 3 كسه مړه او 7 ژوبل شوي۔د فرانسيسي خبري اژانس ادارې له مخې ځايې تحقيقاتي كمېټۍ په يو بيان كښې وئېلي دي دا اور د شورو په ورځ سهار 3 بجې لوېديز ريازان ښار كښې د يو روغتون په آئي سي يو يونټ كښې ناڅاپي ولګېد چې له امله يې درې كسه مړه او اووه سخت ژوبل شوي