امريكا كښې د كورونا وائرس له امله 6 لكهه 13 زره څخه زيات كسان مړه شوي

واشنګټن 09 جون (اے پي پي) امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله د ځپلے شوو كسانو شميره 3 كروړه 42 لكهه 42 زره څخه زياته شوې ۔ د شورو په ورځ د امريكې ميډيا له مخي هېواد كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 6 لكهه 13زره څخه زياته شوې٬ دغسې ټول هېواد كښې د كورونا وائرس رنځورانو مجموعي شميره 34242866 ده او 5408951 فعاله ځپلي موجود دي۔ امريكا د كورونا وائرس وبا له امله زيات ځپلے شوے هېواد دے چرته چې د مجموعي مړو شميره نړۍ كښې د كوم هم هېواد څخه زياته ده۔ امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله تر اوسه 613052 كسان مړه شوي۔ ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 37 لكهه 63 زره ته رسيدلي۔ د كورونا وائرس دويمي چپي او دريمي چپي په مهال هم امريكا كښې تر ټولو زيات كسان مړه شوي۔ امريكا كښې د كورونا وائرس ځپلي شوي 28220863 څخه زيات كسان ښه شوي۔ د كورونا وائرس له امله د امريكې كيليفورنيا، نيويارك او نيو جرسي پشمول ځيني رياستونه زيات ځپلې شوي