ويلنګټن 08 جون (اے پي پي) نيوزي لينډ ته به په جولائي كښې د فائزر واکسين لس لكه خوراكونه وركړې شي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د كرونا رسپانس وزير كرس هپكنز د نهې په ورځ خپل بيان كښې وئيلي دي فائزر کمپني به په جولائي كښې د يو اندازې له مخې نيوزي لېنډ ته لس لكه خوراكونه وركوي او په سږني كال به د فائزر واكسين د خوراك شمېره 1.9 مېليونه څخه زياته شي۔ کرس هپکنز ووئيل دا واكسين به اولس ته لګولې شي۔هپكنز ووئيل تر اوسه په يوه ورځ كښې نزدې شل زره خوراكونه وركړے كېږي او په جولائي كښې د واكسين د ترلاسه كېدو نه پس به دا شمېره زياته شي۔ وزير ووئيل د راتلونكې مياشت په اخر كښې به د 16 كالو نه د زيات عمره هر كس ته دا واكسين ويړيا لګولے شي