واشنګټن 05 جون (اے پي پي) د ملګرو ملتونو تر سيوري لاندې د ماحولياتو نړيواله ورځ د جون په 5مه نېټه ولمانځل شوه. د امريكائي مېډيا له مخې د دې ورځې لمانځلو مقصد د ماحولياتو د اهميت په پلو كښې د نړۍ پام راګرځول او د ماحولياتو بهترې لپاره كېدونكي اقدامات لا فعاله كول دي. د قدرتي نعمتونو او ښكلا څخه ډكه زمكه د ماحولياتي الودګۍ له امله خپل حسن د لاسه وركوي. ناولې فضا، د ګاډو څخه وتونكو زهرجن لوګې او د ځنګلاتو پرې كول ماحولياتو لپاره لوي خطرات جوړ شوي دي او د دې په نتيجه كښې د ټولې نړۍ انسانانو ته سخت زيان رسي. د يوې څيړنې له مخې په ټوله نړۍ كښې هر كال د فضائي الودګې له امله 70 لكه خلق ژوند د لاسه وركوي.