واشنګټن 04 جون (اے پي پي) امريکا كښې د كرونا ځپليو شمېره د درې كروړه 41 لكه 74 زره نه اوړېدلې او ګرد هېواد كښې تر اوسه د كرونا له امله 6 لكه 11 زره نه زيات كسان مړه شوي۔ د جمعې په ورځ د ميډيا له مخئ د كرونا د رنځورانو شمېره 3 كروړه 41 لكه 74 زره 852 ته رسېدلې او د ځپليو شمېره د 3 كروړه 41 لكه 54 زره نه اوړېدلې ۔ د امريكې د صحت څانګې له مخئ په هېواد كښې د كرونا د فعاله كېسونو شمېره 55 لكه 37 زره 566 ده۔ د امريكې په ځينې رياستونو كښې د وائرس ځپليو شمېره پرله پسې زياتېږي۔ د يادونې وړ ده امريكا د كرونا له امله زيات ځپلے شوے هېواد دے او دلته د وائرس د وړومبني كېس تشخيص په جنورې كال 2020 كښې شوے ؤ