نوے ډيلے 04 جون (اے پي پي) هند كښې د كرونا د يو لك 32 زره نه زيات نوې كېسونه رامخئ ته شوي چې ورسره ګرد هېواد كښې د ځپليو شمېره د دوه كروړه 85 لكه 74 زره نه اوړېدلې او ګرد هېواد كښې تر اوسه درې لكه 40 زره نه زيات كسان مړه شوي۔ د جمعې په ورځ د هند ميډيا له مخې هند د نړۍ دوېم هېواد دے چرته چې د ځپليو شمېره 2 كروړه 85 لكه 74 زره 350 ته رسېدلې او د تېرو 24 ساعتو په مهال په يو لك 32 زره 364 كسانو كښې د رنځ تشخيص شوے او په دې مهال 2713 نور كسان مړه شوي۔ چارواكو له مخې ګرد هېواد كښې د فعاله كېسونو شمېره 16 لكه 35 زره 976 ده او په مجموعي توګه 2 كروړه 65 لكه97 زره 655 كسان صحت مند شوي او تر اوسه د كرونا په سبب د مړو كسانو شمېره 3 لكه 40 زره 719 ته رسېدلې