چين كښې ريل ګاړي 9 مزدوران ووژل

بيجنګ 04 جون (اے پي پي) د چين لويديزي صوبي ګانسو كښې د ريل ګاړي په پېښه كښې 9 كسان مړه شوي۔د چين خبر رسني اداري له مخي چائنه ريلوے لانزهو بيورو ګروپ كمپني لميټډ وياند ميډيا ته ووئيل سنكيانګ ريلوے جنچنګ سيكشن كښې يو ټرين په ريلوے لائن كار كوونكې خواري كښ وهلي دي چې په نتيجه كښې ئې 9 كسان مړه شوي۔ده ووئيل پېښه كښې مړه شوي خواري كښ نزدې روغتون ته رسولې شوي دغسې د ريلوے لائن په بحالۍ كار پيل شوے۔