جکارته 03 جون (اے پي پي) د انډونيزيا ملوكو جزائر سره نزدې د 6.1 شدت زلزلې جړقونه محسوس شوي خو د سونامي وراننګ نه دے جاري شوے۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د زيارت په ورځ په نارتھ ملوكو ولايت كښې د تېرنات جزيرې په سوئيلي لويديز كښئ 127 كلوميټره فاصله كښې د زلزلې جړقونه محسوس شوي ٬ د زلزلې مركز 31 كلوميټره په زمكه كښې ژور ٶ۔ د زلزلې له امله د كوم ځاني يا مالي زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔