د ايران فلم د امريکن فائن آرټس فېسټيول بهترين فلم وګرځولے شو

تهران 03 جون (اے پي پي) د ايران فلم “دي بيګر” د امريكن فائن ارټس اتم فېسټول بهترين فلم ګرځولے دے ۔ د ايران ميديا له مخې د دې فلم قيصه د يوې انجلۍ ده ٬ د دې فلم هدايت كار كاظم ملائي دے او پروډيوسر ئې سېنا سعيدان دے۔ د ياونې وړ ده د امريكن فائن ارټس اتم فېسټول به د اتسلم نه تر 24م جون په لندن كښې روان وي ۔