په كانګو كښې په ګڼ شمېر بريدونو كښې 50 كسان وژل شوي دي

برازاوېل 01 جون (اے پي پي) د عوامي جهموريه كانګو په ختيځه سيمه كښې تېره شپه په ګڼ شمېر بريدونو كښې 50 كسان وژل شوي دي. د نړيوالې مېډيا له مخې حكومتي چارواكو د دې بريدونو تور داعش سره په تعلق لرونكې ډله لګولې. د چارواكو له مخې بريدو كوونكو دوه كلي په نښه كړي دي. په بريدونو كښې په يو كلي كښې 28 او په بل كلي كښې 22 كسان وژل شوي دي. دواړه كلي د يو بل نه 10 كلوميټره لرې دي.