امريكا كښې د كورونا وائرس ځپليو شميره د 3 كروړه 41 لكه څخه زياته شوې

واشنګټن 01 جون (اے پي پي) په امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله د ځپليو كسانو شميره د 3 كروړه 41 لكه 11 زره څخه زياته شوې۔ د امريكې ميډيا له مخې په هېواد كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره د 6 لكه 9 زره څخه زياته شوې. دغسې ټول هېواد كښې كورونا وائرس رنځورانو مجموعي شميره 34113146 او 5639539 فعاله ځپلي دي۔ د چارواكو له مخي په هېواد كښې د وائرس له امله د مړو شميره زياته شوې، امريكا د كورونا وائرس وبا له امله تر ټولو زيات ځپل شوے هېواد دے چرته چې د مجموعي مړو شميره د نړۍ كوم هم هېواد څخه زياته ده۔ امريكا كښې كورونا وائرس وبا له امله تر اوسه 609767 كسان مړه شوي۔ په ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 35 لكه 65 زره ته رسيدلې