د برطانوي حكومت افغان وياندو او اهلكارو ته برطانيه كښې د پاتې كېدو اجازې وركولو اعلان

لندن۔31مئی (اے پی پی) برطانوي حكومت اعلان كړے چې افغانستان كښې د برطانوي پوځ او حكومت مرستې له كار كوؤنكو د زرګونو په شمېر افغان وياندو ٬ اهلكارو ٬كارمندانو او د دوئي كورنيو ته به برطانيه كښې د استوګنې كولو اجازه وركولې شي۔ د برطانيې خبر رسنې ادارې له مخې د برطانيې د دفاع وزير بین ویلیس وئيلي دي افغانستان كښې د برطانوي پوځ او حكومت مرستې له كار كوؤنكو د زرګونو په شمېر افغان وياندو ٬ اهلكارو ٬كارمندانو او د دوئي كورنيو ته برطانيه كښې د استوګنې آسانيو وركولو په منصوبو تندۍ سره كار روان دے او دا پرېكړه د نړيوال پوځ افغانستان څخه د وتلو تياريانو نه وروسته د افغان وياندو تحفظ ته پېښې خطرې نظر كښې نيولو سره شوې ده۔ د دفاع وزير ووئيل د افغان اهلكارو او وياندو افغانستان كښې د برطانوي پوځ خيال ساتلے او دوئي لپاره ئې د خپلو ځانونو قرباني وركړې ځكه وخت راغلے چې مونږ هم دوئي لپاره څه وكړؤ۔ برطانوي حكومت تېره ورځ يو بيان كښې وئيلي چې افغانستان څخه د برطانوي پوځ وتلو پېل نظر كښې نيولو سره وزيراعظم بورس جانسن د دفاع وزارت ٬ داخله دفتر ٬ د هاؤسنګ وزارت او لوكل حكومت سره د افغان اهلكارو او وياندو تحفظ له په خواستونو تندۍ سره عملدرآمد كولو ته صلاح شوے دے۔ هيله ده چې د 3 زره نه زيات افغان سهولت كارو ٬ وياندو ته به برطانيه كښې د پاتې كېدو اجازه وركړې شي۔ برطانيې دې نه وړاندې هم 1300 افغان وګړو ته د پاتې كېدو اجازه وركړې ده۔ دغې نه وروسته هيله ده چې موجوده حكومت به نورو درې زره نه زيات افغان وګړو ته سره د خپلو كورنيو برطانيه كښې د پاتې كېدو اجازه وركړي