افغانستان كښې د كورونا وائرس درېمه چپه ٬ تعليمي ادارې بندې

کابل۔30مئی(اے پی پی) افغانستان كښې د كورونا وائرس خپرېدو مخنيوي له د ټولو تعليمي ادارو بندولو پرېكړه شوې ده۔ د افغانستان د روغتيا وزارت ګرد هیواد كښې ټول سكولونه ٬ پوهنتونونه او نورې تعليمي ادارې دوه اونيو له د بندولو اعلان كړے دے۔ افغانستان كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كووډ 19 ټول 977 کېسونه رامخې ته شول۔ افغانستان دا مهال د كورونا وائرس درېمې چپې سره مخ دے۔ د دې وائرس د لاسه تر دې دمه افغانستان كښې په مجموعي توګه ټول 2899 كسان مړه شوي ديِِ۔ بلخوا د روغتيا ناقصه آسانيو د لاسه يره ده چې د کووډ پازېټو وګړو اصل شمېره ډېره زياته وي۔