په خېبر پښتونخوا كښې د كورونا مثبت كېسونو شرح كمه شوه ٬ موجوده شرح 8.7 فيصد ته راغله

پېښور 04 مئي (اے پي پي) په خېبر پښتونخوا كښې د كورونا د مثبت كېسونو شرح په ځانګړې توګه مخ په كمېدو ده. په صوبه كښې د مثبت كېسونو شرح 8.7 فيصد ته راغلې او په روغتونونو كښې د داخلو رنځورانو شمېره هم مخ په كمېدو ده. د تېرو 7 ورځو په مهال د كورونا د مثبت كېسونو شرح تر ټولو زياته په بونيړ كښې 28 فيصد ريكارډ كړې شوې خو د پېښور، مردان، نوښار او مالاكنډ پشمول په حساس ګرځولے شوو 6 ضلعو كښې د اوو ورځو په مهال د كورونا د مثبت كېسونو شرح د 15 او 17 په مېنځ كښې پاتې شوې ده