اسلام آباد۔9اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د بحرين سره د پاکستان زړې او د ورورولۍ اړيكو اهميت رامخې ته كولو سره په دې خبره زور راوړے دے چې نزدې دوه اړخيزه اړېكې دې د دواړو هېوادونو اولسونو لپاره په كوټلو نتيجو بدلې كرې شي ٬ دغسې د بحرين خارجه وزير ډاکټر عبداللطيف بن راشد الزياني د اړيكو لا مضبوطولو او بېلا بېلو …
د پاکستان او بحرين نزدې اړېكې دې د دواړو هېوادونو اولسونو لپاره په كوټلو نتيجو بدلې كړې شي ، اسحاق ډار
اسلام آباد۔9اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د بحرين سره د پاکستان زړې او د ورورولۍ اړيكو اهميت رامخې ته كولو سره په دې خبره زور راوړے دے چې نزدې دوه اړخيزه اړېكې دې د دواړو هېوادونو اولسونو لپاره په كوټلو نتيجو بدلې كرې شي ٬ دغسې د بحرين خارجه وزير ډاکټر عبداللطيف بن راشد الزياني د اړيكو لا مضبوطولو او بېلا بېلو څانګو كښېد مرستې پراختيا لپاره د بحرين عزم پخلے كړے دے ۔ د خارجه دفتر وياند تر مخه نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په بلنه د بحرين خارجه وزير ډاکټر عبداللطيف بن راشد الزياني په 7 او 8 اکتوبر 2026 د پاکستان سرکاري دوره وكړه ۔ د دورې په مهال هغه د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سره خبرې اترې وكړې او د صدر مملکت او وزيراعظم سره يې هم ملاقاتونه وكړل ۔ هغه د چيف آف آرمي اسټاف و چيف آف ډيفنس فورسز سره هم ملاقات وكړو ۔ نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار او د بحرين خارجه وزير ډاکټر عبداللطيف بن راشد الزياني خارجه وزارت كښې د پاکستان۔بحرين مشترکه وزارتي کميشن (جے ايم سي)د درېمې شرېكې غونډې مشري وكړ۔ دواړو ډلو تجارت و سرمايه کارۍ ، زراعت و غذائي تحفظ، توانائي، بحري چارو ، انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن،روغتةيا و زده كړې، محنت و افرادي قوت او د اولسي روابط بشمول مختلف څانګو كښې په مرسته تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ دوي د رابطو په مضبوطولو او د دواړو هېوادونو اولسونو تر مينځه د روابط و راشه درشه په زياتولو ګامونو هم خبرې وكړې۔نائب وزيراعظم بحرين سره د پاکستان د زړو او ورورولۍ اړيكو اهميت رامخې ته كولو سره په دې خبره زور راوړو جې نزدې اړېكې به د دواړو هېوادونو د اولس لپاره په كوټلو نتيجو بدلې كرې شي ۔ دوي د ورکنګ ګروپس بشمول د اداره جاتي طريقه کار د لارې په تر سره شوو پرېكړو مؤثر عمل درآمد او د په هغې په رسمي توګه د پيش رفت جاج اغستو په اهميت هم زور راوړو ۔ د بحرين خارجه وزير ډاکټر عبداللطيف بن راشد الزياني د اړيكو لا مضبوطولو او د بېلو څانګو كښې د مرستې پراختيا له د بحرين د عزم پخلے وكړو








