تهران۔4مئی(اے پی پی) ايرانې ستر لارښود آيت الله خامنه اي به د مئي په 7 مه نېټه د يوم القدس په مهال خطاب كوي۔ د اسلامی تشهیر کونسل نائب صدر نصرت الله لطفي يو بيان كښې وئيلي دي چې ايرانې ستر لارښود سيد علي خامنه اي به د يوم القدس په مهال د جمعې تقرير كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د كورونا وائرس خپرېدو له امله د روان كال په مهال د ايران په كوم هم ښار كښې د يوم القدس لاريون ويستلے نه شي او د القدس نړيوالې ورځې محور د اسلامي لارښود خطاب ګرځېدلے دے۔ دا تقرير به د تهران د وخت له مخې د ورځې 11 بجې د ايران ټي وي او رېډيو چېنل نه نېغ په نېغه خپرولے شي۔