هند كښې په يوه ورځ كښې د كورونا ځپلو شمېره 4 لكه نه زياته شوه

نوے ډيلے ۔2مئی(اے پی پی) هند كښې د كورونا ستونزه كښې كوم كمې په نظر نه راځي ٬ په يوه ورځ كښې د كورونا ځپلو شمېره 4 لكه نه زياته شوې ده كومه چې د نړۍ په كوم هم هېواد كښی تر ټولو زياته شمېره ده۔ د کشمیری میډیا سروس له مخې چارواكو وئيلي دي چې د خالي په ورځ 4 لکھ 1 زر 993 كسانو كښې د وائرس تشخيص شوے او پرله پسې لس ورځو نه روزانه 3 لكه كېسونه رپورټ كېږي۔ دروغتيا وزارت له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال 3 زره 523 كسان مړه شوي دي چې ورسره د مړو مجموعي شمېره 2 لکھ 11 زره 853 ته رسېدلې ده۔ د خالي په ورځ د ګجرات رياست بھروچ ضلعې يو روغتون په آئی سی یو كښې د اور لګېدو پېښې په نتيجه كښې 16 رنځوران او 2 نرسانې مړې شوې۔ ځائي كسانو د كھړكيانو شيشې ماتولو سره رنځوران بچ كړل۔ د اور لګېدو په وخت آئي سي يو كښې 27 رنځوران موجود وو كوم چې نزدې نجي روغتونونو ته منتقل كړې شوي دي