مکه مكرمه۔1مئی(اے پی پی) د سعودي عربستان د شمارياتو څانګې وئيلي دي چې د كورونا د لاسه كال 2020 كښې د عمره زائرينو شمېره تر 70 فيصده كمه پاتې شوې۔ د شمارياتو څانګې په ټوئتر د عمره 2020 حوالې سره شمېرې جار كړې دي كومو كښې چې وئيلي شوي دي چې د حج او عمره وزارت ريكارډ له مخې كال 2020 كښې د عمره زائرينو شمېره كښې 69.6 فیصده كمې شوې۔ د شمارياتو څانګې دا هم وئيلي دي چې د كال 2020 په مهال د عمره زائرينو ټوله شمېره 5822942 ریکارډ كړې شوه