د ملائیشین وزیر مسجد الحرام كښې د صفايۍ كولو وېډيو وائرل شوه

مکه المكرمه۔29اپرېل(اے پی پی) مسجد الحرام كښې تېره ورځ د شوي باران او ګلۍ ورېدو نه وروسته د ملائيشيا د تجارت وزير د اوبو ويستلو عكسونه په سوشل ميډيا وائرل شول۔ د وېب نيوز له مخې دوه ورځې وړاندې مكه مكرمه كښې د سخت باران او ګلۍ نه وروسته انتظاميې په سمدستي توګه د مطاف صحن اوچولو لپاه كارروائي پېل كړه۔ د ملائيشيا وزير هم دغه وخت حرم مكي كښې موجود و هغه حرم شريف كښې د كار درناوې ترلاسه كولو له د صفائۍ عملې يو وګړي نه وائپر واخست او اوبه اوچول ئې پېل كړل۔ هغه په سوشل ميډيا خپل كمنټس كښې ووئيل زما لپاره په حرم شريف كښې كار كول يو لوئے درناوے دے