افغانستان ٬ په فضائي بريدونو كښې 17 طالبان مړه ٬ 12 ژوبل

کابل۔28اپرېل(اے پی پی) د افغانستان په ختيز ولايت غزني كښې د امنيتي ځواكونو فضائي بريدونو په مهال د عسكريت خوښو ځايونه په نخښه كړې شول چې په نتيجه كښې ئې 17 طالبان مړه او 12 ژوبل شوي۔دچين خبر رسنې ادارې له مخې د دې خبرې تصديق د افغانستان د دفاع وزارت چارواكو د شورؤ په ورځ جاري كړې شوي يو بيان كښې كړے چې تېره ورځ د صوبائي سرښار غزني په اريزو سيمه كښې افغان نېشنل ډیفنس اېنډ سکیورټی فورسز (اے ډی اېس اېف) د فضائي او زمكيزو بريدونو د لارې د طالبانو پټ ځايونه په نخښه كړل۔ بيان كښې دا هم وئيلي شوي دي چې د دغه بريدونو په مهال د طالبانو د 2 کنټرول اېنډ کمانډ سنټرز په شمول د ګوله بارودو ذخيرې هم له مينځھ وړلې شوي دي۔ بلخوا د طالبانو وياند ذبیح اللہ مجاهد ادعا كړې چې طالبانو تېره ورځ د غزني په اريزو سيمه كښې د امنيتي ځواك 10 اهلكار وژلې دي۔