برازيل كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس د لاسه نور 1139 كسان مړه

ساؤ پاؤلو۔27 اپرېل(اے پی پی) د برازیل د روغتيا وزارت وئيلي دي چې د تېرو 24 ساعتو په مهال ګرد هېواد كښې د کورونا وائرس د لاسه ځپلې شوې نور 1 زر 139 كسان مړه شوي دي چې ورسره ددې رنځ د لاسه د مړو شمېره 3 لكه 92 زره 204 ته رسېدلې ده۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د روغتيا وزارت زياته كړې چې د تېرو 24 ساعتو په مهال ګرد هېواد كښی د كورونا وائرس 28 زره 636 نوې كېسونه رپورټ شوي دي چې ورسره د ځپلو مجموعي شمېره 14,369,423 او د اېكټيو كېسونو 1,099,201 ته رسېدلې ده۔ بلخوا د دې وائرس نه تر دې دمه په مجموعي توګه 12,879,051 كسان ښه شوي دي۔ برازیل كښې تر دې دمه د 41.6 ملین وګړو وېكسي نېشن شوے دے۔