پاپوا نیو ګنی كښې د زلزلې جړقونه

پورټ مورسبی۔27 اپرېل (اے پی پی) د پاپوا نیو ګنی انګورام سيمه كښې د 5.7 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړې شول۔ د چين خبر رسنې ادارې د امريكائي جيولوجيكل سروے (یو اېس جی اېس)حواله وركولو سره وئيلي چې د نهې په ورځ پاپوا نیو ګنی څخه 177کلومیټره لرې په انګورام سيمه كښې د زلزلې جړقونه محسوس كړې شول د كومې شدت چې په رېكتر سكېل 5.7 ریکارډ كړے شوے۔ د زلزلې مركز د زمكې كچې نه 10 كلوميټره ژوره كښې و