بغداد 25 اپريل (اے پي پي) د عراق پايه تخت بغداد كښې د كورونا په روغتون كښې د اوور لګيدلو له امله 21 رنځوران مړه او 40 نور ژوبل شوي۔نيوز پورټل بغداد اليوم ووئيل په روغتون كښې د آكسيجن سيلنډر چاؤدني له امله اوور لګيدلې دې۔رپورټ له مخي د مړو شميره زياتيدې شي۔بغداد كښې د عراق د روغتيا وزارت او پوليس چارواكو ووئيل چې ابتدائي پلټنو له مخي آكسيجن سيلنډر كښې چاؤدني نه پس اوور لګيدلې خو دا مهال لا پلټني رواني ي او د پلټنو بشپړيدو نه پس به ميډيا او اولس خبرولې شي۔