هند كښې د يو روغتون كورونا وائرس وارډ كښې د اور لګېدو پېښه ٬ 5 كسان مړه

نوے ډيلے ۔18اپرېل(اے پی پی) د هندي رياست چھتیس ګړھ په رائې پور سيمه كښې د يو روغتون په کورونا وارډ كښې د اور لګېدو پېښې په نتيجه كښې 5 كسان مړه شوي دي۔ د هندي ابلاغ ذريعو له مخې د رائے پور پولیس سپرنټنډنټ اجے یادو میډیا سره خبرو كښې ووئيل د کورونا وائرس وارډ كښې د يو پكي شارټ سرکټ له كبله اور ولګېدو كوم چې تندۍ سره …

نوے ډيلے ۔18اپرېل(اے پی پی) د هندي رياست چھتیس ګړھ په رائې پور سيمه كښې د يو روغتون په کورونا وارډ كښې د اور لګېدو پېښې په نتيجه كښې 5 كسان مړه شوي دي۔ د هندي ابلاغ ذريعو له مخې د رائے پور پولیس سپرنټنډنټ اجے یادو میډیا سره خبرو كښې ووئيل د کورونا وائرس وارډ كښې د يو پكي شارټ سرکټ له كبله اور ولګېدو كوم چې تندۍ سره نورو وارډونو ته ورسېد۔ هغه ووئيل د پېښې په نتيجه كښی يو رنځور د سوزېدو او نور 4 د ساه بندېدو له امله مړه شوي۔ هغه زياته كړه چې د مرستې كارروائيو په مهال 29 رنځوران حفاظت سره راويستلو نه وروسته بل وارډ ته منتقل كړې شوي دي۔

مزید خبریں