واشنګټن 13اپريل (اے پي پي) امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله د ځپليو شميره 3 كروړه 19 لكهه 90 زره څخه زياته شوې ۔د نهي په ورځ د امريكې ميډيا له مخي هېواد كښې د وائرس له امله د مړو شميره 5 لكهه 76 زره 2 سوه څخه زياته شوې ۔ امريكا كښې د كورونا وائرس رنځورانو مجموعي شميره 31990143 ده دغسې د فعاله ځپليو شميره 6852989 ده۔ …
امريكا كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 5 لكهه 76 زره 2 سوه څخه زياته شوه

مزید خبریں
واشنګټن 13اپريل (اے پي پي) امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله د ځپليو شميره 3 كروړه 19 لكهه 90 زره څخه زياته شوې ۔د نهي په ورځ د امريكې ميډيا له مخي هېواد كښې د وائرس له امله د مړو شميره 5 لكهه 76 زره 2 سوه څخه زياته شوې ۔ امريكا كښې د كورونا وائرس رنځورانو مجموعي شميره 31990143 ده دغسې د فعاله ځپليو شميره 6852989 ده۔ چارواكو له مخي هېواد كښې د وائرس له امله د مړو شميره پرله پسې زياتيږي، امريكا د كورونا وائرس وبا له امله تر ټولو زيات ځپلے شوے هېواد دے چرته چې د مجموعي مړو شميره ټوله نړۍ كښې د كوم هم هېواد څخه زياته ده۔ امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله تر اوسه 576298 كسان مړه شوي۔ ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د مرګونو شميره 29 لكهه 59 زره څخه زياته شوې ۔امريكا كښې د كورونا وائرس له امله ځپلې شوي 24560856 څخه زيات كسان ښه شوي دي











