په تركيه كښې د كورونا وائرس نور 55 زره كېسونه رپوټ شوي

انقره 11 اپريل (اے پي پي) په تركيه كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور 55 زره كېسونه رپوټ شوي دي. د تركيې خبر رسنې ادارې له مخې د روغتيا چارواكو وئيلي دي چې د تېرو 24 ساعتونو په مهال په هېواد كښې د كورونا 3 لكه 55 زره 103 ټېسټونه شوي دي او پكښې د 55 زره 791 كسانو ټېسټونه مثبت راغلي دي. د چارواكو …

انقره 11 اپريل (اے پي پي) په تركيه كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور 55 زره كېسونه رپوټ شوي دي. د تركيې خبر رسنې ادارې له مخې د روغتيا چارواكو وئيلي دي چې د تېرو 24 ساعتونو په مهال په هېواد كښې د كورونا 3 لكه 55 زره 103 ټېسټونه شوي دي او پكښې د 55 زره 791 كسانو ټېسټونه مثبت راغلي دي. د چارواكو له مخې په وبا كښې نور 253 كسان په حق رسېدلي دي او د دې سره په هېواد كښې د كورونا په وبا كښې د مړو كسانو ټوله شمېره 33 ڼرے 454 ته رسېدلې. په تركيه كښې د كورونا څخه د ښه شويو كسانو شمېره 32 لكه 68 زره 768 ته رسېدلې.

مزید خبریں