په نائيجېريا كښې د وسله والو ډلو په ضد په پوځي عملياتو كښې 24 وسله وال ترهګر وژل شوي دي

ابوجه 11 اپريل (اے پي پي) په نائيجېريا كښې د وسله والو ډلو په ضد په پوځي عملياتو كښې 24 وسله وال ترهګر وژل شوي دي. د خبر له مخې د نائجېريا د سلامتيا او د كورنيو چارو كمشنر سېموئل آرووان وئيلي دي چې دا پوځي عمليات د نائجېريا په قدونه ولايت كښې په ځنګلاتو كښې د وسله والو ډلو په ضد شوي دي او په نتيجه كښې كم نه …

ابوجه 11 اپريل (اے پي پي) په نائيجېريا كښې د وسله والو ډلو په ضد په پوځي عملياتو كښې 24 وسله وال ترهګر وژل شوي دي. د خبر له مخې د نائجېريا د سلامتيا او د كورنيو چارو كمشنر سېموئل آرووان وئيلي دي چې دا پوځي عمليات د نائجېريا په قدونه ولايت كښې په ځنګلاتو كښې د وسله والو ډلو په ضد شوي دي او په نتيجه كښې كم نه كم 24 وسله وال ترهګر وژل شوي دي. د نائجېريا چارواكو له مخې په عملياتو كښې ګڼ شمېر وسله وال ژوبل شوي هم دي، د وسله والو اډې تباه كړې شوې دي او په لويه اندازه چاودېدونكي توكي او وسله ترلاسه كړې شوې.

مزید خبریں