واشنګټن 08 اپريل (اے پي پي) امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله د ځپلے شوو كسانو شميره 3 كروړه 16 لكهه 37 زره څخه زياته شوې ۔د زيارت په ورځ د امريكې ميډيا له مخي هېواد كښې د وائرس له امله د مړو شميره 5 لكهه 72 زره څخه زياته شوې ۔ امريكا كښې د كورونا وائرس رنځورانو مجموعي شميره 31637243 ده دغسې د فعاله ځپليو شميره 6857855 ده۔ چارواكو له مخي هېواد كښې د وائرس له امله د مړو شميره پرله پسې زياتيږي، امريكا د كورونا وائرس وبا له امله زيات ځپلے شوے هېواد دے چرته چې په مجموعي توګه د مړو شميره د نړۍ كوم هم هېواد څخه زياته ده۔ امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله تر اوسه 572849 كسان مړه شوي۔ ټوله نړۍ كښې د كورنا دويمې چپي او دريمي چپي په مهال هم امريكا كښې تر ټولو زيات كسان مړه شوي۔ امريكا كښې د كورونا وائرس له امله ځپلې شوي 24206539 څخه زيات كسان ښه شوي دي