امريكا كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 5 لكهه 66 زره څخه زياته شوه

واشنګټن 02 اپرېل (اے پي پي) امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله د ځپليو شميره 3 كروړه 12 لكهه 44 زره څخه زياته شوې۔ د جمعې په ورځ د امريكې ميډيا له مخي ټول هېواد كښې د وائرس له امله د مړو شميره 5 لكهه 66 زره څخه زياته شوې۔ امريكا كښې د كورونا وائرس رنځورانو مجموعي شميره 31244639 ده دغسې د فعاله ځپليو شميره 6923637 ده۔ چارواكو …

واشنګټن 02 اپرېل (اے پي پي) امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله د ځپليو شميره 3 كروړه 12 لكهه 44 زره څخه زياته شوې۔ د جمعې په ورځ د امريكې ميډيا له مخي ټول هېواد كښې د وائرس له امله د مړو شميره 5 لكهه 66 زره څخه زياته شوې۔ امريكا كښې د كورونا وائرس رنځورانو مجموعي شميره 31244639 ده دغسې د فعاله ځپليو شميره 6923637 ده۔ چارواكو له مخي هېواد كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره پرله پسې زياتيږي، امريكا د كورونا وائرس وبا له امله تر ټولو زيات ځپلې شوې هېواد دې چرته چې د مړو مجموعي شميره نړۍ كښې د كوم هم هېواد څخه زياته ده۔ امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله تر اوسه 566611 كسان مړه شوي۔ ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شمېره 28 لكهه 41 زره څخه زياته شوې۔ امريكا كښې تر دې دمه دې ناروغتيا نه په مجموعي توګه 23754391 كسان ښه شوي دي

مزید خبریں