هندي ځواكونو په شوپيا كښې دوه كشميري ځوانان شهيدان كړل

سرينګر 28 مارچ (اے پي پي) د هند تر غېر قانوني قبضه لاندې جمو و كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په تازه عملياتو كښې په شوپيا كښې يو بل كشميرې ځوان شهيد كړے او د پرون نه روانو عملياتو كښې د شهيد شويو ځوانانو شمېره دوه ته رسېدلې. د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي ځواكونو دا ځوان په وانګام سيمه كښې د لټون او محاصرې د …

سرينګر 28 مارچ (اے پي پي) د هند تر غېر قانوني قبضه لاندې جمو و كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په تازه عملياتو كښې په شوپيا كښې يو بل كشميرې ځوان شهيد كړے او د پرون نه روانو عملياتو كښې د شهيد شويو ځوانانو شمېره دوه ته رسېدلې. د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي ځواكونو دا ځوان په وانګام سيمه كښې د لټون او محاصرې د روانو عملياتو په مهال شهيد كړے. هندي ځواكونو تېره ورځ هم په دې سيمه كښې يو كشميرې ځوان شهيد كړے و. د دې څخه وړاندې په دې سيمه كښې په يو بريد كښې يو هندي عسكر مړ او دوه ژوبل شوي وو. تر وروستيو اطلاعاتو په سيمه كښې د هندي ځواكونو عمليات روان وو ، قابض چارواكو په سيمه كښې انټرنېټ سروس هم معطل كړے دے.

مزید خبریں