په هند كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره يو كروړ 19 لكه 71 زرو ته رسېدلې

نوے ډيلے 28 مارچ (اے پي پي) په هند كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره يو كروړ 19 لكه 71 زرو ته رسېدلې او په وبا كښې په دې هېواد كښې تر اوسه يو لك 61 زره 586 كسان مړه شوي دي. د هندي مېډيا له مخې د روغتيا محكمې چارواكو وئيلي دي چې په هېواد كښې د كورونا كېسونه مخ په زياتېدو دي او دا وبا په تندې سره …

نوے ډيلے 28 مارچ (اے پي پي) په هند كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره يو كروړ 19 لكه 71 زرو ته رسېدلې او په وبا كښې په دې هېواد كښې تر اوسه يو لك 61 زره 586 كسان مړه شوي دي. د هندي مېډيا له مخې د روغتيا محكمې چارواكو وئيلي دي چې په هېواد كښې د كورونا كېسونه مخ په زياتېدو دي او دا وبا په تندې سره خپرېږي. د تېرو 24 ساعتونو په مهال په هند كښې د كورونا نوي 62714 كېسونه رپورټ شوي دي او 312 كسان مړه شوي دي. په هند كښې د كورونا د فعاله كېسونو شمېره 486276 ده. په هند كښې تر اوسه 5 كروړه 81 لكه كسانو ته د كورونا څخه د بچ كېدو واكسين لګول شوي دي.

مزید خبریں