په امريكا كښې د كورونا په وبا كښې د مړو كسانو شمېره 5 لكه 62 زور ته ورسېده

واشنګټن 28 مارچ (اے پي پي) په امريكا كښې د كورونا په وبا كښې د ځپليو كسانو شمېره 3 كروړه 9 لكه 17 زرو ته رسېدلې او په ټول هېواد كښې 13 كروړه 66 لكه كسانو ته د كورونا څخه د بچ كېدو واكسين لګول شوي دي. د امريكائي مېډيا له مخې د روغتيا محكمې چارواكو وئيلي دي چې په هېواد كښې د كورونا په وبا كښې تر اوسه 5 …

واشنګټن 28 مارچ (اے پي پي) په امريكا كښې د كورونا په وبا كښې د ځپليو كسانو شمېره 3 كروړه 9 لكه 17 زرو ته رسېدلې او په ټول هېواد كښې 13 كروړه 66 لكه كسانو ته د كورونا څخه د بچ كېدو واكسين لګول شوي دي. د امريكائي مېډيا له مخې د روغتيا محكمې چارواكو وئيلي دي چې په هېواد كښې د كورونا په وبا كښې تر اوسه 5 لكه 62 زره كسان مړه شوي دي. په هېواد كښې د كورونا وائرس ځپليو ټوله شمېره 30917130 او د فعاله كېسونو شمېره 7006614 ده. د چارواكو له مخې په هېواد كښې د كورونا وائرس له امله مرګونه مخ په زياتېدو دي. د يادونې وړ ده چې امريكا په نړۍ كښې د كورونا په وبا كښې تر ټولو زيات ځپل شوے هېواد دے.

مزید خبریں