په برازيل كښې د كورونا په وبا كښې د مړو كسانو شمېره 3 لكه 7 زور ته ورسېده، په يوه ورځ كښې د كورونا 84 زره نوي كېسونه رپورټ شوي

په برازيل كښې د كورونا په وبا كښې د مړو كسانو شمېره 3 لكه 7 زور ته ورسېده، په يوه ورځ كښې د كورونا 84 زره نوي كېسونه رپورټ شوي رېوډي جنېرو27 مارچ (اے پي پي) په برازيل كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس 84 زره نوي كېسونه رپورټ شوي دي او په دې هېواد كښې د كورونا وائرس ځپليو ټوله شمېره يو كروړ 24 زرو …

په برازيل كښې د كورونا په وبا كښې د مړو كسانو شمېره 3 لكه 7 زور ته ورسېده، په يوه ورځ كښې د كورونا 84 زره نوي كېسونه رپورټ شوي
رېوډي جنېرو27 مارچ (اے پي پي) په برازيل كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس 84 زره نوي كېسونه رپورټ شوي دي او په دې هېواد كښې د كورونا وائرس ځپليو ټوله شمېره يو كروړ 24 زرو ته رسېدلې. د امريكائي مېډيا له مخې د برازيل د روغتيا محكمې چارواكو وئيلي دي چې په هېواد كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال نور 3650 كسان د كورونا په وبا كښې مړه شوي دي او دې سره په هېواد كښې په دې وبا كښې د مړو كسانو شمېره 3 لكه 7 زور ته رسېدلې ده. بل خوا په برازيل كښې تر اوسه يو كروړ 65 لكه كسانو ته د كورونا څخه د بچ كېدو واكسين لګول شوي دي.

مزید خبریں