مکه مکرمه۔24مارچ (اے پی پی) د سعودی عربستان د مقدس جوماتونو انتظاميې وئيلي دي چې مكه مكرمه كښې شاه عبد الله آب زمزم سبيل د كورونا اېس او پېز بندېزونو سره يو وارې بيا پرانستے شوے دے۔ د سعودي عربستان خبر رسنې ادارې اېس پي اے د الحرمېن الشريفېن انتظاميې حوالې سره وئيلي د شاہ عبداللہ آب زمزم کمپلېکس دروازې صارفينو لپاره پرانستې شوي دي۔ د رمضان نه وړاندې د …
شاه عبد الله آب زمزم سبيل يو وارې بيا پرانستے شو

مزید خبریں
مکه مکرمه۔24مارچ (اے پی پی) د سعودی عربستان د مقدس جوماتونو انتظاميې وئيلي دي چې مكه مكرمه كښې شاه عبد الله آب زمزم سبيل د كورونا اېس او پېز بندېزونو سره يو وارې بيا پرانستے شوے دے۔ د سعودي عربستان خبر رسنې ادارې اېس پي اے د الحرمېن الشريفېن انتظاميې حوالې سره وئيلي د شاہ عبداللہ آب زمزم کمپلېکس دروازې صارفينو لپاره پرانستې شوي دي۔ د رمضان نه وړاندې د آب زمزم طلب زيات شوے دے۔ د دې انتظامات نېشنل واټر كمپني كوي۔ دا کمپلېکس به د جمعې ورځې نه علاوه روزانه د ماسپخين يوې بجې نه د شپې تر نهه بجو پرانستے وي۔ انتظاميې وئيلي دي چې يو كېن به په 5.50 ریال وركولې شي او يو وګړي ته به د څلورو نه زيات وركولې نه شي۔ د كمپلېكس انتظاميې وېنا ده چې څلور پېداواري يونټس دا مهال كار كوي۔ د دې د لارې روزنه دوه لكه كېن اوبه ترلاسه كېږي۔ انتظاميې صارفينو ته وئيلي چې هغوي دې حفاظتي ماسك كاروي او د سماجي فاصلې دې خېال ساتي۔ دوئي دې د تَوَكَلنا اېپ پابندي كوي۔ انتظاميې زياته كړې چې په يو وخت كښې به د 60 نه زياته كسانو ته كمپلېكس ته د ننوتلو اجازه نه وي۔











