نیامے ۔23مارچ (اے پی پی) د نائجر حکومت يو وياند وئيلي دي د هېواد په سوئيلي لوئيديزه سيمه كښې په يو كلي د ترسره شويو بريدونو په نتيجه كښې د مړو شمېره زياتېدو سره 137 ته رسېدلې ده۔ د نائجر حکومت تاهوا سيمه كښې د اتوار په ورځ د تشدد كارروائيو نه وروسته پوځ په ځائې كړے وو۔ په ابتدائي توګه د دې بريدونو په نتيجه كښې د مړو شمېره …
نائجر٬ د وسله والو وګړو بريدونو كښې د مړو شمېره زياتېدو سره 137 ته ورسېده

مزید خبریں
نیامے ۔23مارچ (اے پی پی) د نائجر حکومت يو وياند وئيلي دي د هېواد په سوئيلي لوئيديزه سيمه كښې په يو كلي د ترسره شويو بريدونو په نتيجه كښې د مړو شمېره زياتېدو سره 137 ته رسېدلې ده۔ د نائجر حکومت تاهوا سيمه كښې د اتوار په ورځ د تشدد كارروائيو نه وروسته پوځ په ځائې كړے وو۔ په ابتدائي توګه د دې بريدونو په نتيجه كښې د مړو شمېره 60 ښودلې شوې وه۔ رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې وسله والو وګړو په څو كليو كښې په ځائي خلقو بې درېغه ډزې وكړې۔ بلخوا د نائجر نوي صدر محمد بازوم دا كارروائي په امن خوښو وګړو وحشيانه بريد ګرځولے دے۔ نائجر حكومت ددې پېښې نه وروسته هېواد كښې د درې ورځو سوګ هم اعلان كړے دے











